Asset 1SWN

کابل لوبډلې لوګر کې د بایسکل‌ځغلونې سیالۍ اتلولي وګټله

IMG-20230528-WA0004

 د لوګر د سپورټ امریت چارواکي وایي، د بایسکل ځغلونې فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې یو ورځنۍ سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د لوګر د سپورت امریت مطبوعاتي مسوول مصطفی احمدي سلام‌وطندار ته ویلي، په دغه یوه ورځنۍ سیالۍ کې د کابل او لوګر ولایتونو شاوخوا ۴۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

احمدي زیاته کړه چې یادو ورزشکارانو د کابل له المپیک ریاست څخه د محمداغې ولسوالي تر  پُل کندهاري سیمې پورې ۷۰ کېلومتره د بایسکل ځغلوونې سیالۍ کړې چې په پایله کې کابل ورزشکارانو وکولای شول چې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د نوموړي په وینا، له یادو سیالیو څخه یې موخه د بایسکل ځغلوونې ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول دي. بل‌خوا د بایسکل ځغلوونې ورزش لوبغاړي وایي، خوښ دي چې لوګر  کې یې د بایسکل ځغلوونې یوه ورځنۍ سیالۍ کې یې ګډون کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېر کال هم د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پنځه ولایتونو ترمنځ د بایسکل ځغلوونې یوه ورځنۍ سیالۍ جوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام