Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل ښاروالي: هر څوک کولای شي تر ۱۰ پوړه ودانۍ جوړې کړي

1000w_q95

د کابل ښاروالي مسوولان وايي پلازمېنه کابل کې د ودانیو جوړولو کار ته اجازه ورکړل شوې او هر کس کولای شي، له یوه تر لس پوړه ودانۍ جوړه کړي.

د مسوولانو په وینا، د ودانۍ جوړونکي کس د ملکیت تثبیت باید شوی وي او د کابل ښاروالي اجازه‌لیک هم ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل ښاروالي فرهنګي چارو سلاکار نعمت‌الله بارکرزی سلام‌وطندار ته وايي، که پلازمېنه کې یوه کس د ښاروالي له اجازې پرته د ودانۍ پر جوړولو لاس پورې کړ، قانوني چلن به ورسره وشي.

هغه وویل: «که څوک د جواز خلاف کار وکړي؛ د بېلګې په توګه که پنځه منزله وي او لس منزله جوړ کړي او که اجازه ولري چې ۷۰سلنه خپل ملکیت پورته کړي او دی یې، ۱۰۰سلنه لوړوي، نو له شک پرته قانوني چلن به ورسره کېږي.»

د کابل ښار یو کارګر امان‌الله چې یوې ودانۍ کې پر کار بوخت دی، وايي، ډېری ملګري یې، وزګاره دي. «هیله لرم چې دایمي کار پیدا کړم. د ودانیو جوړول دې کارونو کې موږ ته د کار زمینه برابره شوې؛ خو ډاډه نه‌یوو چې دایمي به وي. موږ غواړو چې دا کار دې دایمي شي، څو له دې لارې کورنۍ ته مې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»

 په ورته مهال د یوه ودانیز شرکت مدیر عزیز‌الدین فضلي له کابل ښاروالي غواړي چې کابل ښار کې د ودانیزو چارو اړوند جواز وېش برخه کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي. «موږ غواړو چې په نړیوالو معیارونو لومړي دوه پوړونه پارکېنګ دی، د کار جواز وېش او سوداګرو سره دې مرسته وشي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ښار او کور جوړولو وزارت مسوولانو ویلي وو چې د کابل غیرپلاني سیمو کې د ودانیزو چارو له امله د لنډمهال لپاره ودانیزې چارې ځنډولې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام