یوشمېر خبریالان وايي، اطلاعاتو ته لاسرسي کې محدودیت لامل شوی چې رسنیو کې د تولید شویو خبرونو او راپورونو منځپانګه ټيټ کیفیت ولري.
دغه خبریالان وايي چې ډېری وخت د وزارتخونو ویاندویان او چارواکي د راپور جوړولو لپاره ځواب نهورکوي چې اړ کېږي، یو لوری راپور خپور کړي.
کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال شاه اغا سادات وویل: «دفاع وزارت ته پیام ږدم ځواب نهورکوي او نور وزارتخونې هم ځواب نهراکوي، که ځواب راکړي، وايي، وخت نهلرو او عدلیه او ستره محکمه وايي چې تصویر منع دی، بیا له ستونزو سره مخ کېږي. لړ یو یو لوری راپور ولیکوو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کابل کې یوه بل خبریال علياکبر احمدي وویل: «کله چې ویاندویان خبریالانو ته ځواب ورنکړي، داسې هم کېږي چې خبرونه د هماغې ادارې اړوند دي چې له خپرېدو پاتې کېږي او په ټيټ کیفیت نشرېږي، د کلیپ او غږ او تصویر ونهلرو، له متن استفاده کوو او خبر په ټيټ کیفیت خپرېږي.»
کابل کې یوشمېر نورو خبریالانو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل چې د خبریالانو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال اسلامالدین بهنوش وویل: «اطلاعاتو ته لاسرسی کم شوی او له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده چې دې موضوع ته پام وکړي او اطلاعاتو هر څه ژر خبریالانو سره شریک کړي.»
له دې سره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې ستونزو ته رسېدنه کوي.
د دغه وزارت ویاند خُبیب غُفران وویل: «یاد وزارت له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې کړي او شکایتونو ته د رسېدو لپاره کمېسیون لرو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هم لرو او هره اداره چې همکاري نهکوي، یا اطلاعاتو ته لاسرسی کمزوری دی، موږ به ورته رسېدنه وکړو.»
اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې داسې کوم قانون شتون نهلري چې ویاندویان اړ کړي، څو خبریالانو سره مالومات شریک کړي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وویل، د دې لپاره چې خبریالانو ته کاري اسانتیاوو رامنځ ته شي، په یوڅه بدلونونو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی او له توشیح وروسته به عملي شي.
هغه وویل: «موږ د قانون توشېح ته په تمه یوو او دلیل هم دا دی چې حکومتي قانون بېلابېلو برخو کې د تاییدي لپاره تللی او وخت نیسي، موږ هڅه کوو چې ویاندویان وهڅوو چې رسنیو سره همکاري وکړي.»
سره له دې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي دوه کاله وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې فعالیت پیل وکړ، خو دغه کمېسیون هم نه دی توانېدلی چې د خبریالانو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین کړي.