امریکا وايي چې د دوی له لوري د اوکراین پوځ ته ورکړل شوي «کلسټر بمونه» دغه هېواد کې د روسیې د پوځ پر ضد کارول کېږي.
د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پرون پنجشنبه د جولای ۲۰مه یوه خبري کنفرانس ته ویلي، لومړني معلومات ښيي چې دغه بمونه د روسي پوځیانو پر وړاندې په «اغېزمنه توګه» کارول کېږي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، جان کربي زیاته کړې چې د امریکا له لوري جوړ شوي کلسټر بمونو د روسیې دفاعي جوړښت او پوځ باندې اغېزه کړې ده.
کلسټر بمونه ملکیانو ته د احتمالي ګواښ له امله د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو له لوري منع کړل شوي دي. دغه بمونه نور کوچني بمونه خپروي چې د ډېرې مرګژوبلې لامل کېږي او ځینې یې ناچاوده پاتې کېږي چې په اوږدمهاله توګه د ملکیانو د وژنې او ټپيکېدو ګواښ رامنځته کوي.
په ورته مهال د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه د امریکا له لوري اوکراین ته د کلسټر بمونو د ورکړې او استفادې له امله پر دواړو هېوادونو سختې نیوکې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د بشري حقونو څار ډلې په یوې خبرپاڼه کې له کېیف او مسکو غوښتنه کړې چې د داسې وسلو له استفادې دې ډډه وکړي چې له کبله یې ملکیان وژل کېږي.