Asset 1SWN

د جوزجان د پوهنې رییس: دغه ولایت کې ۱۲۷ ښوونځي معیاري ودانۍ نه‌لري

ښوونځي ودانۍ

د جوزجان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس  محمدطاهر جواد زیاتوي چې دغه ولایت کې ۱۲۷ ښوونځي بې‌ودانۍ دي چې له امله یې څه باندې ۴۰زره زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 د نوموړي په وینا، له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې به هڅه وکړي چې دغه ولایت کې د ښوونخیو ودانیو نشتون ستونزې ته تر یوه بریده د حل لاره پیدا کړي.

هغه وویل: «څه امکانات مو چې لرل، ترې استفاده مو وکړه او څه باندې ۴۰زره زده‌کوونکي مو په ۱۲۷ ښوونځیو کې زده‌کړې کوي چې معیاري ودانۍ نه‌لري.»

د جوزجان د پوهنې رییس دغه څرګندونې پرون چهارشنبه د وږي اتلمه د اقچې زاړه ښار د نجونو لېسې ته د ودانۍ د رغنیزو چارو د پرانېسټ‌غونډې پر مهال کړې دي.

یاده لېسه د ۷۰زره امریکايي ډالرو په لګښت په څلور جریبه ځمکه کې جوړېږي. دغه ځمکه د ښوونځي جوړولو لپاره د سیمې د اوسېدونکو له‌خوا ځانګړې شوې ده.

په همدې حال کې د جوزجان یو‌شمېر اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې دغه ولایت کې د پوهنې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

 د اقچې ولسوالي د یوه ښوونځي ښوونکي سلام‌وطندار ته ویل: «دفترونه او د پوهنې بنسټونه باید د خلکو ستونزې وویني، ماشومان ناروغ دي، ودانۍ دې جوړې کړي، زموږ همدا هیله ده.»

جوزجان کې له دې وړاندې هم د یو‌شمېر سیمو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مسوولانو په وینا، روان کال د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې خلکو د ۱۴ ښوونځیو د رغونې په برخه کې مهمه ونډه لرله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام