د جوزجان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس محمدطاهر جواد زیاتوي چې دغه ولایت کې ۱۲۷ ښوونځي بېودانۍ دي چې له امله یې څه باندې ۴۰زره زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د نوموړي په وینا، له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې به هڅه وکړي چې دغه ولایت کې د ښوونخیو ودانیو نشتون ستونزې ته تر یوه بریده د حل لاره پیدا کړي.
هغه وویل: «څه امکانات مو چې لرل، ترې استفاده مو وکړه او څه باندې ۴۰زره زدهکوونکي مو په ۱۲۷ ښوونځیو کې زدهکړې کوي چې معیاري ودانۍ نهلري.»
د جوزجان د پوهنې رییس دغه څرګندونې پرون چهارشنبه د وږي اتلمه د اقچې زاړه ښار د نجونو لېسې ته د ودانۍ د رغنیزو چارو د پرانېسټغونډې پر مهال کړې دي.
یاده لېسه د ۷۰زره امریکايي ډالرو په لګښت په څلور جریبه ځمکه کې جوړېږي. دغه ځمکه د ښوونځي جوړولو لپاره د سیمې د اوسېدونکو لهخوا ځانګړې شوې ده.
په همدې حال کې د جوزجان یوشمېر اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې دغه ولایت کې د پوهنې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
د اقچې ولسوالي د یوه ښوونځي ښوونکي سلاموطندار ته ویل: «دفترونه او د پوهنې بنسټونه باید د خلکو ستونزې وویني، ماشومان ناروغ دي، ودانۍ دې جوړې کړي، زموږ همدا هیله ده.»
جوزجان کې له دې وړاندې هم د یوشمېر سیمو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د مسوولانو په وینا، روان کال د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې خلکو د ۱۴ ښوونځیو د رغونې په برخه کې مهمه ونډه لرله.