Asset 1SWN

جاپان زیانمنو سره د مرستې لپاره افغانستان سره ۶ میلیونه ډالر مرسته وکړه

Japan-and-the-United-Nations-1-r1z37kjqu9myk0xv0r7josjzotoe81lmxkm1hd5w94

کابل کې د جاپان سفیر او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر، افغانستان ته د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو د ملاتړ په موخه د شپږ میلیونو ډالرو په ارزښت یو نوی تړون لاسلیک کړی.

کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال نن (دوشنبه، د کب۶) افغانستان ته له راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو سره د مرستې په موخه یو نوی تړون لاسلیک کړی.

د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ به، جاپان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره ۶ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د جاپان سفیر ټینګار کوي چې دغه پروژه له زیانمنونکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ملاتړ تمرکز کوي او دوی هڅه کوي چې د ژوند او کاري فرصتونو په برابرولو سره د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

هغه وویل: « دغه پروژه د جاپان د ۶ ملیون ډالرو په مرسته، د ثبات رامینځته کولو او د زیانمنونکو په ځانګړې توګه د ښځو پر پیاوړتیا تمرکز کوي. په کلیدي برخو کې به د لبنیاتو د تولید مرکزونه، سړې خونې، شنې خونې، د غالۍ او ورېښمو اوبدلو مرکزونه، سوداګریز مرکزونه او بازارونه جوړ شي. همدارنګه ګټه‌اخیستونکي به د خپل کاروبار د پیل لپاره فني روزنه او د ظرفیت لوړولو ملاتړ ترلاسه کړي.»

په همدې حال کې افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ رییس عرفات جمال وویل، له ګاونډویو هېوادونو د سلګونو زرو افغانانو راستنېدو، سیمه‌ییزې ټولنې زیانمنې کړي او دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د جاپان په مالي مرسته به دغه بنسټ افغانستان کې له ۱۵زره داخلي بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له‌مخې، افغانستان له ۳ میلیونو څخه زیات کورني بې‌ځایه شوي لري.

دې سره، هره ورځ په سلګونو افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنیږي.

د کډوالۍ نړۍ‌وال سازمان یا«ای‌او‌ام» د تازه شمېرو پر بنسټ، په تېر یوه کال کې تر ۸۰ زره ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي او همدارنګه په  تېر ۲۰۲۴ کال کې له ایرانه څه باندې ۱،۲ میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام