Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې بې‌ودانۍ ښوونځي؛ «چې باران شي ساړه مو کېږي، درس نشو ویلی»

IMG-20241027-WA0010

خوست کې يوشمېر زده‌کوونکي او ښوونکي وايي، د ښوونځيو ودانۍ نشتون ستونزه یې، لاهم نه‌‌ده حل شوې او زرګونه زده‌کوونکي په خېمو او ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالي اړوند د ورزې سيمې د «ګاګربابا» د نجونو او هلکانو ګډ لومړنی ښوونځی چې معیاري ودانۍ نه‌لري، زده‌کوونکي یې په خېمو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ښوونځي زده‌کوونکې فريده وايي، د تندو بادونو او اورښت پرمهال ښوونځی رخصت وي. فریدې وویل: «چې باران شي زموږ ساړه کيږي، مشکل راته جوړ شي، درس نه‌شو ویلی.»

د یادې ښوونځي زده‌کوونکي اقبال هم وویل: «موږ کتابونو ته ضرورت لرو، زموږ کتابچې او قلمونه نشته، معلمان مو درې دي ټولګي شپږ دي. کله چې ګرمي شي موږ بيا رخصتي کوو.»

د دې ښوونځي سرښوونکی بخت اميرخان سلام‌‌وطندار وايي، دغه ښوونځی شاوخوا پنځه کاله وړاندې جوړ شوی، خو لاهم معیاري ودانۍ نه‌لري.

هغه وویل: «دا په ۱۳۹۹ لمريز کال کې  موږ تاسيس کړی تراوسه د دې مکتب په باره کې ډېر کوششونه کړي حو تراوسه موږ ته کوم تعمير نه دی جوړ شوی.»

د خوست يو بل اوسېدونکی رحمن ارمان هم سلام‌وطندار ته وويل چې په ډېری ولسواليو کې ګڼ‌شمېر ښوونځي ودانی نه‌لري. هغه وويل چې د ودانيو نشتون د زده‌کوونکو د زده‌کړو پر وړاندې يوه لويه ستونزه ده.

نوموړي وویل: «خوست کې په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې تر اوسه هم ښوونځي سرپناه نه‌لري. شاګردان تر شنه اسمان لاندې خپل درس ته ادامه ورکوي چې دا يوه غټه جدي ستونزه ده؛ نو تقريبا په ټول خوست کې له ۱۱۶ نيولې تر ۱۲۰ پورې ښوونځي دي چې سرپناه نه‌لري او د زده‌کړو لپاره سم محيط نه‌لري.»

د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال خيروګل خيرخواه هم د سرپناه نشتون برخه کې د زده کوونکو ستونزې تاييدوي. د هغه په وينا، په دغه ولايت کې ۱۱۹ ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده کوونکي يې په خيمو او يا هم د ونو سيوري ته زده‌کړې کوي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې د يادې ستونزې د حل لپاره د اړوند وزارت سره په ګډه کار کوي. «ټول ښوونځي چې موږ په خوست کې لرو ۳۷۲ بابا ښوونځي لرو، چې د هغې له جملې نه ۱۱۹ ښوونځي بې سرپناه دي. زموږ او د وزارت هڅې دغه دي چې انشاالله اساسي پروژه دي دا به په راتلونکي کې کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د خوست ترڅنګ پکتيا او پکتيکا هم هغه ولایتونه دي چې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه‌لري چې اوسېدونکي يې تل د معیاري ودانیو جوړېدو غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام