د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز غزه کې د حماس ډلې ته خبرداری ورکړی چې وسلې پر ځمکه کېږدي او برمته شوي، کسان خوشې کړي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه د غزې په تړاو سخت ګواښ کړی او ویلي یې دي چې نن به د دې سیمې د حماس ډلې پر اهدافو یو «ستر توپان» راښکته شي.
کاتز لیکلي: «نن به یو ځواکمن توپان د غزې ښار پر فضا راغورځي او د ترهګرۍ د برجونو چتونه به ولړزوي. وسلې کېږدئ، ګنې غزه به ورانه شي او تاسو به لهمنځه لاړ شئ.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسراییلو دفاع وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو بریدونه او عملیات روان دي.
د نن ورځې له پیل راهیسې د اسراییلو بریدونو پرمهال ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.