Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله لږترلږه ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

د روغتونونو سرچینې الجزیرې خبري شبکې ته ویلي چې د اسراییلو بریدونه د غزې په شمالي او مرکزي سیمو لاهم روان دي.

د اسراییلو د دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، ویلي هغه کسان چې لاهم په غزه ښار کې پاتې دي، «ترهګر یا د ترهګرو ملاتړي» ګڼل کېږي.

د فلسطیني رسنیو په وینا، ډېری بې‌سرپناه کسان او هغه چې د جګړې له امله له خپلو کورونو وتلي، د بریدونو هدف ګرځېدلي او ګڼ کورونه او ودانۍ ورانې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د بې‌پولې ډاکټران (MSF)اعلان کړی چې په غزه ښار کې یې خپل فعالیتونه په لنډمهالي توګه درولي دي. په همدې حال کې، د روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، د جګړې له پیله تراوسه نږدې ۶۶زره کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام