Asset 1SWN

د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

4814098

غزه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو پرمهال د یوې مور او د هغې د څلور ماشومانو په ګډون ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه بریدونه د غزې د دیارالبلاح اړوند سیمو کې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یوه برید کې چې په دیارالبلاح کې شوی، یوه مور او د هغې څلور اولادونه مړه شوې دي.

نور بریدونه پر هغو ښوونځیو شوي چې د روانې جګړې له امله بې‌ځایه شوي په‌کې مېشت دي. په یادو بریدونو کې بیا لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پر غزه د اسراییلو د برید پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۴۱زره فلسطینیان مړه شوي او څه باندې ۹۵زره نور ټپیان شوې دي.

بل‌خوا پر لبنان د اسراییلو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دي.

اسراییلو لبنان سره پولو ته نږدې خپل پوځي وسایط او درنې وسلې ځای پر ځای کړي او د خپلو پولو خوندیتوب په موخه یې، لبنان کې د بریدونو خبره کړې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اسراییلو له خپلو خلک هم غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي او په وینا یې، لبنان کې به خپلو ژورو بریدونو ته تر هغې دوام ورکوي، څو خپلو موخو ته نه‌وی رسېدلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام