Asset 1SWN

پر خان یونس د اسراییلو برید؛ شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي

669a5486-4bc6-4297-8269-214e198501b7

د غزې پر خان یونس ښار د اسراییلي ځواکونو له برید راهیسې تېره ورځ د یادو بریدونو تر ټولو خونړي، برید کې ۹۰ کسان وژل شوي دي.

د الجزیزې خبري شبکې د راپور له مخې، دغه کسان یوازې تېره ورځ سه‌شنبه، د اسراییلو له‌خوا په شویو بریدونو کې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې همداراز ویل شوي، له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر  خان‌یونس ښار برید پیل کړی، تراوسه ۱۲۱کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي.

اسراییلي ځواکونه په دغه ښار کې د حماس او نورو ډلو له سخت مقاومت سره مخ شوي او د دواړو لوریو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

د الجزیرې په راپور کې راغلي چې اسراییلي ځواکونو د خان یونس ۱۵۰زره اوسېدونکو ته امر کړی چې په یوه ورځ له دې ښاره ووځي. ډېری اوسېدونکي پرته له دې چې له ځان سره څه واخلي، د یاد ښار د وتلو په هڅه کې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، تر دې مهاله څه باندې ۳۹زره کسان وژل شوي او څه باندې ۹۰زره نور ټپیان دي. په میلیونونه کسان بې‌ځایه او زرګونه اسراییلو سره بندیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام