د فلسطین وفا خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د غزې تړانګې په جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.
په وژل شویو کې د یوه اته کلن او یوه ۱۵ کلن هلک سربېره برید کې د حماس ډلې دوه مخکښ قومندانان هم وژل شوې دي.
رویټرز نن «پنجشنبه، نومبر ۳۰مه» د اسراییلو له قوله یوه راپور کې ویلي چې یادو کسانو د اسراییلي ځواکونو پر لوري چاودېدونکي توکي وغورځول چې په ځواب کې په ډزو وېشتل شوې دي.
جنین چې د غزې تړانګې د اردن سیند ته نږدې پروت او د حماس ډلې د فعالیتونو مرکز بلل کېږي، د روان کال جولای میاشت کې د اسراییلو له لوري پهکې عملیات وشول چې دغه ښار یې پر کنډواله بدل کړ.