Asset 1SWN

اسراییلو پر لبنان ۲۰۰ توغندي وېشتلي

1815727_547

د اسراییلو پوځ وايي چې د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال لبنان کې د حزب‌الله ډلې پر مرکزونو ۲۰۰ توغندي وېشتلي دي.

د اسراییلو د پوځي عملیاتو اصلي تمرکز د لبنان پلازمېنې بیروت ښار په ختیځ بقاع سیمه کې او د سوېل اړوند سیمو کې دی، چېرته چې د اسراییلو ځواکونو او د ملګروملتونو سوله‌ساته ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حزب‌الله ډلې د لبنان دننه په المرج سیمه کې د دې بریدونو په غبرګون کې اسراییلي ځواکونه په نښه کړي، خو د مرګ‌‌ژوبلې په اړه یې، څه نه‌دي ویل شوي.

یاده سیمه کې اسراییلي ځواکونه پر پوځي عملیاتو بوخت دي.

له هغه وخت راهیسې چې د اسراییلو بریدونو کې د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله او نور لوړپوړي چارواکي وژل شوي، حزب‌الله د اسراییلو له سختو بریدونو سره مخ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

حزب‌الله بیا د اسراییلو د یادو بریدونو کې د مقاومت خبره کړې او په وینا یې، ځواک یې، لاهم پر ځای دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام