Asset 1SWN

اسراییل پر غزې د برید لپاره ۵۰زره ریزرف سرتېري ورغواړي

BN-RB811_CARACA_GR_20161205131512

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د غزې ښار پروړاندې د پلان شوي برید په موخه به شاوخوا ۵۰زره ریزرف سرتېري بېرته پوځ ته ور وبلل شي.

د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې پر ورځ ویلي، سره له دې چې دومره ریزرف ځواکونه به راوغوښتل شي، خو د عملیاتو اصلي مسؤلیت به د اسراییلو د پوځ د فعالو قطعاتو پر غاړه وي.

د چارواکي په وینا، د ریزرف ځواکونو د رابللو خبرتیاوې به په راتلونکو ورځو کې خپرې شي او ټاکل شوې چې دغه سرتېري د سپټمبر میاشت کې خپلې دندې پیل کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییل د پوځ د دې پرېکړې هدف دا ښودل شوی چې د غزې تر ټولو لوی ښار چې ګڼ‌شمېر ملکي وګړي پکې مېشت دي، د نظامي عملیاتو په وسیله ونیسي.

نړیوالې سرچینې اندېښنه لري چې د اسراییل د نویو عملیاتو په صورت کې به د غزې اوسېدونکي له لا زیاتو ملکي تلفاتو، کورونو ورانېدو او انساني بحران سره مخ شي.

دغه پلان په داسې حال کې اعلانېږي چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه لاهم روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د نښتو شدت ورځ تر بلې ډېرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام