د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېچا تمه نه لرله چې امریکا سره به په یوه ناسته کې هوکړه وشي.
اسماعیل بقايي له ایراني رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ایران او امریکا په یوشمېر موضوعاتو کې یوې هوکړې ته رسېدلي، خو د دوو یا درېیوو مهمو مسایلو په اړه لاهم اختلافات شتون لري.
هغه زیاته کړه: «دا خبرې د څلوېښت ورځنۍ تپل شوې جګړې وروسته شوي او فضا یې له بېباورۍ او شک څخه ډکه وه. دا طبیعي ده چې له پیل څخه مو تمه نهلرله چې په یوه ناسته کې به هوکړې ته ورسېږو. هېچا هم داسې تمه نه لرله.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بقايي مخکې هم ویلي وو چې د خبرو بریالیتوب د مقابل لوري پر جديت او رښتینې نیت پورې تړلی او دا چې د ایران مشروع حقونه او ګټې باید ومنل شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس هم د دغو خبرو په اړه څرګندونې کړې وې چې وروسته یې د ایران له لوري غبرګونونه راوپارول.