Asset 1SWN

اسلامي امارت: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله شتون نه‌لري

ARG-ارګ

د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې او د افغانستان د وضعیت په اړه د هیوادونو د استازیو د څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت د استازي له شتون پرته د داسې غونډو جوړول د افغانستان په ګټه نه‌دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د پاکستان په ګډون د ځینو هېوادونو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله په افغانستان کې فعالیت نه‌‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي او نورو لوریو د عقديي څرګندونو په ځواب کې ویلي، د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان د استازي نه‌‌حضور د هېواد په زيان دی؛ ځکه چې ځینې لوري له افغانستان سره عقده‌يي چلند کوي او د هېواد ناسم انځور وړاندې کوي افغانستان یو امن هېواد دی او واحد نظام په کې حاکم دی.»

په ملګروملتونو کې د پاکستان استازي، منیر اکرم دوشنبه، مارچ لسمه، د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې ادعا وکړه چې افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون لري.

منیر اکرم وویل: «تحریک طالبان پاکستان چې ۶۰۰۰ جنګیالي لري، تر ټولو لویه پېژندل شوې ترهګره ډله ده چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. زموږ پولې ته نږدې د خوندي پټن‌ځایونو په درلودلو سره، دې ډلې د پاکستاني سرتېرو، ملکي وګړو او ادارو پروړاندې ګڼ‌شمېر بریدونه کړي چې په سلګونو تلفات یې اړولي دي.»

یوشمېر سیاسي شنونکي وايي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې دوه ګونی سیاست لري.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي، پاکستان د اسنادو له وړاندې کولو پرته، تل ادعا کوي چې د افغانستان خاوره د یاد هېواد پر ضد کارول کېږي.

چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حوت پر ۲۰مه په نیویارک غونډه وکړه چې په‌کې د هېوادونو استازیو د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړ.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشرې په غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانان له نړیوالې ټولنې څخه د لا زیاتې انزوا په اړه اندیښمن دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام