Asset 1SWN

عراق کې پارلماني ټاکنې؛ د رایې ورکولو بهیر پیل شوی

iiii

عراق کې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې نن سه‌شنبه، لړم ۲۰مه، د پارلماني ټاکنو د رایې ‌ورکولو بهیر په رسمي ډول پيل شوی دی.

دا ټاکنې د ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق شپږمې پارلماني ټاکنې دي چې ترسره کېږي.

د ټاکنو خپلواک عالي کمېشنري مسوولان وايي، روانو ټاکنو کې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر۲۱ میلیونه او ۴۰۰ زره کسان اټکل شوي چې په‌کې عام وګړي، د امنیتي ځواکونو غړي او بې‌ځایه شوي کسان شامل دي.

په دې ټاکنو کې ۷۷۶۸ نوماندان سیالي کوي چې ۲۲۴۸ ښځې او ۵۵۲۰ نارینه دي. شاوخوا ۴۰سلنه نوماندانو عمر، له ۴۰ کلونو څخه کم دی چې د راپورونو له مخې د نوي نسل د سیاسي ګډون نښه بلل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د شیعه ډلو ترمنځ سیالي سخته ده. د لومړي وزیر محمدشیاع السوداني په مشرۍ د «بازسازی او پراختیا» ائتلاف هڅه لري چې د دویم ځل لپاره واک ترلاسه کړي، خو د نوري المالکي «دولت القانون» ائتلاف یې اصلي سیال ګڼل کېږي.

بل‌خوا، د محمد الحلبوسي په مشرۍ د «تقدم» ګوند د سنیانو د رایو اصلي ځواک دی او غواړي د سني سیمو د بیارغونې او سیاسي حضور د پیاوړتیا لپاره مبارزه وکړي.

په کردستان کې د مسعود بارزاني په مشرۍ د دموکرات ګوند د خپل نفوذ د ساتلو ترڅنګ غواړي د نفتو عوایدو کې د سیمې ونډه زیاته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام