Asset 1SWN

د ایران مذهبي مشر: یورانیم غني‌ کوو او امریکا سره خبرې ګټه نه‌لري

خامنه‌يي

د ایران مذهبي ایت‌الله علي خامنه‌‌يي، اعلان کړی چې دغه هېواد د اټومي وسلو د جوړولو هوډ نه‌لري، خو د یورانیمو د غني‌کولو بهیر به هم ونه‌‌دروي.

خامنه‌‌يي دا څرګندونې د ایران د دولتي راډیو او تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه کړې دي. نوموړي وویل: «موږ د اټومي وسلو جوړولو نیت نه‌لرو، خو د غني‌‌کولو د درولو هېڅ پرېکړه نشته.»

هغه په خپلو خبرو کې د ایران او امریکا د اړیکو موضوع هم یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن سره خبرې هېڅ ګټه نه‌لري او په وینا یې، یوازې زیان دی.

د ایران مذهبي زیاته کړه چې د یورانیمو غني کولو کچه لوړه شوې او دا اندازه یې تر ۶۰سلنې ته رسېدلې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي ویلي: «ځینې هېوادونه چې یورانیم تر ۹۰ سلنې پورې غني کوي، هدف یې د اټومي وسلو جوړول دي، خو موږ د اټومي وسلو جوړولو او کارولو پرېکړه نه لرو، غني‌‌کول مو تر ۶۰سلنې پورې رسولي چې دا ډېره مهمه لاسته‌راوړنه ده.»

خامنه‌‌يي زیاته کړه چې پخوا امریکا د غني کولو لوړې کچې سره مخالفت درلود او غوښتنه یې کوله چې ایران غني شوي مواد بهر ته ولېږي، «خو اوس امریکایان ټینګار کوي چې هېڅ ډول غني‌کول ونه‌شي.»

ایران له هغه وروسته چې امریکا په ۲۰۱۸کال کې له اټومي هوکړې ووتله، په تدریجي ډول د یورانیمو د بډایه کولو کچه لوړه کړې ده.

دا کار د لوېدیځ هېوادونو او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې اندېښنې زیاتې کړې، ځکه غني‌‌کول، په لوړه کچه کې کولای شي، د ایران او د اټومي وسلو د جوړولو ترمنځ واټن ډېر راکم کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام