Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو زړه کې د ایران ځانمرګي ډرون لګېدلي

170695548

د ایران پوځ وايي چې پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو وروسته تازه د ډرون بریدونو په نویو څپو کې یې، د اسراییلو مرکزي سیمې په نښه کړي دي.

د اسراییلو پوځ هم تایید کړې چې د ایران د ډرون بریدونو سره ګڼو ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.

پوځ وايي چې یوشمېر ډرون یې، شنډ کړي هم دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تراوسه د یادو ځانمرګو ډرون بریدونو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د ایران دولتي رسنیو د راپورونو له مخې لاهم د اسراییلو پروړاندې د ایران د ځانمرګو ډرون الوتکو عملیات روان دی او تر دې مهاله یې، ګڼې سیمې په نښه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام