امنیتي مسوولان وايي چې پرون یکشنبه «چنګاښ یوولسمه» د شپې ناوخته د ایران پولهساتو ځواکونو پنځه افغانان چې غوښتل یې ایران ته واوړي، په ډزو وژلي دي.
د سرحدي پولیسو د درېیم کنډک ویاند عبدالرحیم منور وايي، یادو افغانانو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د پولهساتو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
منور زیاته کې چې په وژل شویو کې یوه ښځه هم شاملې ده.
منور په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو رسنیو راپور ورکړی چې دغو افغانانو غوښتل د نیمروز له لارې د ایران خاورې ته ننه شي.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې هره ورځ ګڼشمېر افغانان هېواد کې د بېوزلي او وزګارتیا له امله پر قاچاقي لارو ایران او له هغه ځایه د نړۍ نورو هېوادونو ته د کار کولو لپاره ځي.