د ایران د سوېلي خراسان والي محمدرضا هاشمي وايي چې د دغه هېواد په بیرجند کې د افغانستان او په فراه ولایت کې د یاد هېواد د قونسلګرۍ د جوړېدو په هڅه کې دي.
د نوموړي په وینا، دغه ګام د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو د تګراتګ برخه کې د اسانتیاو رامنځتهکېدو سربېره د سوداګرو او پانګوالو ترڅنګ د اقتصادي، سوداګریزې او فرهنګي پراختیا په موخه اخلي.
د جنوبي خراسان ولایت والي همداراز زیاته کړې چې دغه چاره به د ایران او افغانستان اړیکې لا ژورې او پراخې کړي او بېلابېلو برخو کې به د همکاریو لامل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
محمدرضا هاشمي ټينګار وکړ چې جنوبي خراسان له افغانستان سره اوږده پوله او څلور سرحدي بازارونه لري چې د دوه اړخیزې راکړې ورکړې لپاره ګټور تمامېدای شي.
د ایران د جنوبي خراسان ولایت والي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې دا مهال افغانستان د اوزبیکستان او ترکمنستان ترڅنګ د خپل اړتیا وړ ډېر توکي له ایران څخه هېواد ته واردوي.