د ایران دفاع وزیر وايي، که اسراییل او امریکا پر دغه هېواد برید وکړي، دوی به سخت ځواب ورکړي.
عزیز نصیرزاده دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګواښ کړی چې د تهران له ملاتړ برخمنې حوثي ډلې د برید له امله به له ایران غچ واخلي.
په یمن کې د حوثیانو ډلې پرون د اسراییلو په مرکزي او مهم هوايي ډګر «بېنګوېرین» توغندیز برید وکړ چې پرمهال یې، اته کسان ټپیان شوي وو.
په دې توغندیز برید کې یاد هوايي ډګر ته ورغلی سړک هم ویجاړ شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران دفاع وزیر عزیز نصیرزاده دولتي ټلوېزیون ته وویل: «که دا جګړه د امریکا یا صهیونیستي رژیم «اسراییل» له لوري پیل شي، ایران به د دوی ګټې، اډې او سرتېري چې هر چېرته وي، هر کله چې اړتیا شوه، تر هدف لاندې راولي.»
د ایران دفاع وزیر همداراز ټينګار وکړ چې حوثي ډله خپلواکه ده او په خپله خوښه بریدونه کوي.
حوثیان د حماس په ملاتړ پر اسراییلو توغندیز او ډرون بریدونه کوي، خو واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته یمن کې د دې ډلې پر مرکزونو د امریکا بریدونه زیات شوي دي.