د ایران د اسلامي انقلاب ځواک ګواښ کړی چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د وژلو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویل شوي: «که دا د ماشومانو وژونکی مجرم (بنیامین نتنیاهو) ژوندی وي، موږ به د بشپړ ځواک په کارولو سره د هغه تعقیب ته دوام ورکړو او هغه به ووژنو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې چې د اسراییل د لومړي وزیر د مړینې او ژوند په اړه ځینې اوازې خپرې شوي، خو اسراییلي چارواکو دغه اوازې رد کړي او ویلي یې دي چې نتنیاهو ژوندی دی.
شنونکي وايي چې دا ډول سختې څرګندونې د ایران او اسراییل ترمنځ د روان کړکېچ د لا زیاتېدو نښه ده. په وروستیو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ پوځي بریدونه او ګواښونه زیات شوي دي.