د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند هوکړې وروسته، ایران وايي چې دغه اوربند د فلسطین مقاومت لپاره «ستره بریا» ده.
د ایران سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د فلسطین لپاره دا یوه ستره بریا ده او د اسراییلو له لوري د اوربند هوکړې د احتمالي سرغړونې په تړاو یې، خبرداری هم ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران انقلابي ګارډ په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د جګړې پای او د اوربند ټينګښت د صهیونیستي رژیم پروړاندې فلسطین ته ښکاره او ستره بریا او صهیونیستي رژیم ته لویه ماته ده.»
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی او زیاته شوې چې ایران به هر ډول میداني جګړې او نویو جنایتونو ته خپل چمتووالی خوندي وساتي.
د خبرپاڼې یوې برخه کې راغلي: «مقاومت لاهم ژوندی، پیاوړی او روښانه دی او د خدای په ژمنتیا سره د الاقصی جومات او اورشلیم ازادولو ته ژور باور لري.»
د ایران مذهبي مشر بیا ویلي چې د فلسطین مقاومت او د ایران له ملاتړ برخمن مقاومت بریالی شو چې اسراییل شاتګ ته اړ کړي.