Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران د اسراییلو مرکزي سیمې ویشتلي؛ د زیانونو راپورونه ورکړل شوي

missiletest

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران له لوري د څو توغندیو تر ویشتلو وروسته د اسراییلو په مرکزي سیمو کې زیانونه او چاودنې ثبت شوې دي.

ځینې توغندي د هوايي دفاعي سیستمونو له‌خوا شنډ شوي، خو ځینې نور خپلو هدفونو ته رسېدلي دي.

د اسراییلو دولتي راډیو «کان» ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې د توغندیو د لګېدو څو ځایونه ثبت شوي دي. د راپور له مخې، یو موټر اوښتی، خو د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د «ټایمز‌اف‌اسراییل» ورځ‌پاڼې د ژغورنې خدماتو له قوله ویلي چې دغه زیانونه د ایران د بالستیک توغندي د خوشه‌یي (کلسټر) مهماتو له امله رامنځته شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، د ریشون لې‌زیون (Rosh Haayin) او رامات هاشارون (Ramat Hasharon) ښارونه هم د اسراییلو له هغو سیمو څخه دي چې په دې بریدونو کې اغېزمن شوي دي.

تر اوسه د اسراییلو د پوځ له لوري د زیانونو په اړه بشپړ رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، خو وضعیت تر څار لاندې بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام