Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران: خبرو ته بېړه نه‌لرو، اوس پرېکړه د امریکا لاس کې ده

ایران او امریکا خبرې

د ایران تسنیم خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد د خبرو لپاره بېړه نه‌لري او اوس پرېکړه د امریکا په لاس کې ده.

سرچینې ویلي: «ایران په خبرو کې معقول وړاندیزونه او نوښتونه وړاندې کړي دي. اوس دا د امریکا کار دی چې موضوعات په واقعي ډول وارزوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یادې سرچینې امریکا تورنه کړې چې په خبرو کې یې ناسمه محاسبه کړې، لکه څنګه یې چې د جګړې پر مهال یې کړې وه او خبرداری یې ورکړی چې د هرمز تنګي وضعیت به تر هغه بدلون ونه‌کړي، څو امریکا یوې معقولې هوکړې ته غاړه کې‌نه‌ږدي.

سرچینې زیاته کړه چې «ایران هېڅ بېړه نه‌لري» او تراوسه د راتلونکو خبرو لپاره نه نېټه او نه هم ځای ټاکل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام