Asset 1SWN

ایران د ټرمپ څرګندونو په اړه ملګروملتونو ته خبرداری ورکړی

us-conflict-with-iran-sparks-cybersecurity-concerns

ایران ملګروملتونو ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو چې دغه هېواد «بې‌پروان او پارونکي بللي» خبرداری ورکړی دی.

په ملګروملتونو کې د ایران استازي امیرسعید ایرواني د ملګروملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې د ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، له اټمی وسلو د ایران  راګرځولو لپاره د هوکړې پرځای پر دغه هېواد برید غوره ګڼي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټرمپ روانه اوونۍ له فاکس نیوز او نیویارک پوسټ سره د مرکو پرمهال دغه څرګندونې کړې دي.

ایرواني دې لیک کې د امنیت شورا ۱۵ کسیزې ډلې ته لیکلي: «دا بې‌پروا او پارونکې څرګندونې په ښکاره توګه نړیوال قوانین او د ملګروملتونو منشور څخه سرغړونه ده.»

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې هر ډول یرغل او تېری به ناوړې پایلې ولري. «د ایران اسلامي جمهوریت خبرداری ورکوي چې هر ډول تېری به ناوړه پایلې ولري چې مسوولیت به یې، د امریکا پر غاړه وي. ایران به په پرېکنده توګه د هر ډول خصمانه کړنو پر وړاندې له خپل حاکمیت، ارضي بشپړتیا او ملي ګټو دفاع وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټرمپ تېره اوونۍ پر ایران د بندیزونو لګولو کمپاین پیل کړ چې تر ډېره د دغه هېواد د تېلو صادراتو او اټمي وسلو ته د نه لاسرسي موضوع په‌کې یادې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام