Asset 1SWN

له ۳۳مېرمنو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ «له زېږون وروسته مې سترګې کمزورې شوې»

زنان باردار ۱

اومېندواري د مېرمنو د ژوند حیاتي او مهم پړاو بلل کېږي چې ځانګړو مراقبتونو ته اړتیا لري، څو د مور او جنین روغتیا تامین شي. د اومېندوارۍ په موده کې د مېرمنو بدن ډېر بدلونونه تجربه کوي چې کولای شي، د مېرمنو د ژوند کیفیت او سلامتیا تر اغېزې لاندې راولي.

که څه هم اومېندواري نړۍ کې د یوه نوي ژوند راوړل دي، خو افغانستان کې مېرمنې د اومېندوارۍ په موده کې حتا له زېږون وروسته، د سلامتیا له لاسه ورکولو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سلام‌وطندار  په دې راپور کې له ۳۳ مېرمنو سره خبرې کړي چې دوی ویلي، د اومېندوارۍ پرمهال او له زېږون وروسته، په سمه توګه روغتیايي خدمتونه او لارښوونې ورته نه‌رسېږي/ نه‌دي رسېدلي.

د دوی په وینا، د اومېندوارۍ پرمهال او له زېږون وروسته، د ارامتیا او روغتیايي خدمتونو نشتون له امله دوی د ماشوم له لاسه ورکولو، د نوي زېږېدلي ماشوم فلج او د جسمي او روحي دردونو باندې اخته شوې دي.

د یادو ۳۳ مېرمنو له ډلې یې ۶ د اومېندوارۍ پرمهال د روغتیايي لارښوونو او مراقبتونو نه‌شتون له امله خپل ماشومان له لاسه ورکړي او د یوې یې ماشوم فلج نړۍ ته راغلی دی او پاتې ۲۶ ې په جسمي دردونو اخته شوې دي.

په دې راپور کې مرکه شویو ۳۳ مېرمنو له ډلې یې ۱۱ یې د عامه پوهاوي کچې ټیټوالي، اته یې، د اقتصادي ستونزو او ۱۴ یې، د کور کارونو تحمیل، هغه څه بولي چې له امله یې دوی د اومېندوارۍ او له زېږون وروسته، د روغتیايي مراقبتونو نشتون اصلي لاملونه بولي

مرینا چې پنځه اولادونه لري، وايي، د نه پامۍ او  عامه پوهاوي نه لرلو له امله یې ماشوم له لاسه ورکړی دی. «څلور میاشتې کېږي چې ماشوم مې له لاسه ورکړ، کلینیک ته لاړم، خو هلته ډاکټرانو او قابلو ‌رسېدنه ونه‌کړه، جامې مې مېنځلې، ناڅاپه راڅخه اوبه لاړې، ماشوم مې له لاسه ورکړ، که پوهېدای چې درون کار راته تاوان کوي، هېڅ به مې نه‌وو کړی، له ماشوم به مې ساتنه کوله.»

مېرمنې د اومېندوارۍ پرمهال سالمې او مناسبې تغذیې او منظم طبي پاملرنې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې په دې راپور کې مرکه شوې اته مېرمنې وايي، د ناوړه اقتصادي شرایطو او د نارینه‌وو تنګسیې له امله دوی د لومړنیو اړتیاو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

ګل‌جان وویل: «له زېږون یوه اوونۍ وروسته مې د اقتصادي ستونزو له امله ګلدوزي ته لاس کړ، فشار راباندې راغی، سترګې مې کمزورې شوې، حتا د زېږون نږدېوالي پرمهال مې باید ارام کړی وو، ځکه ډاکټرانو راته ویلي وو، باید کار ونه‌کړم، خو ما کار کاوه، د هماغه له امله د سترګو درد لرم او  سترګې مې کمزورې شوي، ماشومان مې چې نړۍ ته راغلل، کمزوري وو، تغذیه مې نه‌کړل.»

په افغانستان کې ښځې د اومېندوارۍ پر مهال هم د کور کارونه باید وکړي چې دا چاره د دوی او د جنین روغتیا ته ګواښ پېښولی شي. دا زاړه نظرونه او په سمه توګه د اومېندوارو مېرمنو د اړتیاو نه درک، پر ښځو د جسمي او رواني فشارونو لامل کېږي.

د فاریاب د پشتون‌کوټ ولسوالي اوسېدونکې هنګامې وویل: «زه دوه ماشومان لرم او کلي کې مې خسر او خواښې سره ګډ ژوند کوم. د اومېندوارۍ پرمهال مې درانه کارونه کول، یوه ورځ کې خواښې او خسر غږ کړ چې دا جوال له بامه راښکته کړه، هغه مې کاه‌خانه کې خالي کاوه، یو ماشوم مې همالته سقط شو، د وینې بهېدنه مې وکړه، درې ورځې بستر وم او دوه درې ورځې کور کې وم او بیا مې کار پیل کړ.»

په راپور کې همداراز ۲۶ مېرمنو ویلي چې د اومېندوارۍ او له زېږون وروسته یې د اړینو مراقبتونو نه درلودو له امله، اوس له روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

۳۰کلنه شګوفه وايي: «زما د لومړي ماشوم سره د اومېندوارۍ په جریان کې، ما واقعیا هغه ډول چې پکاره وه، خپل ځان ته پام نه‌‌دیکړی. هغه کارونه چې ما د اومېندوارۍ څخه مخکې کړي، ما د اومېندوارۍ وروسته هم کړي، د بیلګې په توګه: ما په منظمه توګه څه نه‌خوړل، خوب مې نه کاوه، د مثال په توګه درانه کارونه به مې کول، کله چې ما دا درک کړه چې درانه کارونه کوم، ملا مې درد کوي او یا هم ناروغه کېږم.»

عاطفه بارکزۍ او سونيتا بهرام، د نسايي-ولادي ناروغيو متخصصین ټينګار کوي چې د اومېندوارۍ پرمهال بايد مېرمنې تر جدي او منظمې روغتيايي څارنې لاندې وي، لکه ډاکټر ته په منظمه توګه ورتګ، دوره‌ييز معاينات، تغذيه، جسمي او روحي پاملرنه، څو د مېندو او ماشومانو روغتیا تضمین شي.

عاطفه بارکزۍ وویل: ««ښځې د اومېندوارۍ پرمهال خطرناکې او ستونزمنې شېبې تېروي چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. پدې پاملرنې کې کافي استراحت، د درنو کارونو نه‌کول، دوامداره معاینه او سنوګرافي، روغتیايي مرکزونو ته په مکرر ډول ورتګ او د صحي خواړو کارول شامل دي. که سالم خواړه نه‌شي استفاده کولی، دوی کولا شي د اوسپنې او فولیک‌اسیدونو په ګډون د خوړو اضافي مواد واخلي.»

سونیتا بهرام هم وویل: «یوه اومېندوارمېرمن ته باید پاملرنه وشي، حتا د اومېندوارۍ څخه شپږ میاشتې مخکې باید د اومېندوارۍ لپاره چمتووالی پیل کړي، څو د اومېندوارۍ بهیر په سمه توګه پرمخ لاړ شي. که روغتیايي پاملرنه سمه نه‌وي، اومېندواري به په لومړیو درېوو میاشتو کې پای ته ورسېږي او جنین به سقط شي او یا هم جنین وده نه‌‌کوي، ماشوم وزن کمېږي یا له وخت وړاندې پیدا کېږي، حتا ښايي، خپله مېندې وینه بهېدنه ولري او د زېږون پرمهال کوما ته لاړې شي او د مور او ماشوم ژوند وګواښي. طبابت کې د ارام لپاره ۵۵۵ په نوم فورم شتون لري چې هدف یې، دا دی چې مېرمن باید ۵ ورځې کټ کې خوب وکړي، ۵ ورځې په توشکه او  ۵ ورځې د تخت ترڅنګ، ارام وکړي.»

په ورته مهال د ښځو حقونو فعالانې افغانستان کې د اومېندواره مېرمنو وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کوي او په ورځنۍ کچه د مېندو د مړینې لپاره بېلابېل لاملونه وړاندې کوي. دوی وايي، واکمن دودونه، د مېرمنو نالوستي او نه پاملرنه، د هغو لاملونو له ډلې بولي چې له امله مېرمنې له دې ناورین سره مخ دي.

د ښځو حقونو فعاله نجمه فرهمند وویل: «له بده مرغه چې موږ د دې شاهدان یوو چې افغانستان کې څنګه مېرمنې د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. ډېر لاملونه لري، مېرمنې چې اړ دي، ډېر ماشومان راوړي، پرته له دې چې څو سلنه جسمي وړتیا یې، د زېږون له امله کمېږي. ښځې چې اومېندواره دي، حتا اړ کېږي، درانه کارونه وکړي، ښځې چې سم خواړه نه‌خوري، مېرمنې له زېږون وړاندې او وروسته جنسیتي استرس لري چې ماشوم یې هلک دی، که نجلۍ ده، دا د اندېښنې وړ ده.»

بل‌خوا د حقوقو چارو  فعاله نورسما سادات وویل: «روغتیا وزارت قانون لري چې له مخې، مېرمنې د اومېندوارۍ پرمهال او زېږون وروسته، تر یوه کاله ترې ملاتړ کېږي، حتا کولای شي، کلینیکونو ته مراجعه وکړي، باید ورته پام وشي او درملنه یې وکړي. د عامې روغتیا وزارت د قانون ۲۳مې مادې له مخې، یاد وزارت مکلف دی چې د مور او ماشوم سلامتیا لپاره تلویزیوني معاینې، روغتیايي خدمات، سالمې ودې او نور خدمتونه وړاندې کړي.»

په همدې حال کې دیني عالمان وايي چې مېرمنې اسلام دین کې ځانګړی ځای لري او د اومېندوارۍ پرمهال او له زېږون وروسته، باید مراقبتي او عاطفي څار لاندې ونیول شي. د دوی په وینا، د اومېندواره مېرمنو رواني او جسمي سلامتیا ته پام د کورنۍ او ټولنې له دندو څخه دي.

دیني عالم قطب‌الدین مجتهد وویل: «الله جل جلاله د اومېندوارۍ د سختیو له امله د مور حق درې چنده ټاکلی دی او حتی شرعي واجبات لکه روژه او لمونځ یې هم ترې لرې کړي دي، یعنې ښځې ته یې څلوېښت ورځې استراحت ورکړی او په دې ورځو کې ټول پاملرنه د کورنۍ د نر په اوږو باندې ده، قرآن وايي چې ښځې باید زیانمنې نشي، مناسب خوراک او جامې ته باید جدي پاملرنه وشي. د مور روغتیا ته پاملرنه وشي، مور ته نه پاملرنه د مور او ماشوم د کمزورۍ لامل کېږي او هغه کورنۍ چې د اسلامي لارښوونو خلاف اومېندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو سره چلند کوي او سخت کارونه پرې کوي،دوی ظلم او ګناه کوي.»

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې افغانستان کې هردو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د روغتیا وزارت مسوولان بیا دا شمېرې ردوي او وايي، د تېرو پنځو میاشتو پرمهال ۳۰۰ مېرمنې د زېږون پرمهال مړې شوي چې د تېرو کلونو په پرتله، کمې دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته وویل: «ډېری وخت نړیوالې ادارې شمېرې خپروي چې ناسمې وي، له بده مرغه چې د روغتیا نړیوال سازمان چې کومې شمېرې خپرې کړي، ناسمې او بې‌بنسټه دي. روغتیا وزارت دې برخه کې ډېر خدمتونه وړاندې کړي، د نسايي-ولادي برخه کې ۳۵۰ روغتونونه رامنځته کړي او ۲۸۸ روغتونونه په پلان کې دي چې جوړ شي. تېرو پنځو میاشتو کې ۳۰۰ مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د مړینې شمېرې کمې شوي چې لامل یې، خدمتونه دي چې وړاندې شوي. د مور او ماشوم مړینه له دې امله ده چې پر وخت روغتون ته مراجعه نه‌کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مور او ماشوم مړینې او د اومېندوارۍ پرمهال د مېرمنو روغتیايي ستونزې داسې مهال د اندېښنې وړ بلل کېږي چې د پولې ډاکټرانو له‌خوا د خپرو شویو ملعوماتو پر بنسټ، افغانستان د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې له سترو ننګونو سره مخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام