Asset 1SWN

سلام وطندار

د سره‌صلیب نړیواله کمیټه: افغانستان لاهم شدید بحران سره مخ دی

بشري بحران افغانان

د سره صلیب نړیوالې کمېټې «ICRC» ویلي، افغانستان لا هم شدید بشري بحران سره مخ دی او طبیعي پیښو اړتیاوې نورې هم زیاتې کړي.

دغې کمیټې تېره ورځ دوشنبه یوه راپور کې ویلي چې ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیون وګړي چې د هېواد نږدې نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، د لسیزو جګړو، طبیعي پېښو، اقتصادي ستونزو او اقلیمي بدلونونو د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپور یوه برخه کې ویل شوي چې: «طبیعي پیښو اړتیاوې زیاتې کړي او زلزلې، وچکالۍ، سیلابونو او د اقلیم بدلون فصلونو ته زیان اړولی، کورنۍ بېځایه شوي، کورونه او اړینې زیربناوې له منځه تللي او د خوړو ناامني یې لا پسې ډېره کړې ده».

دغې کمیټې اندېښنه ښوولې چې د وروستیو ناورینونو له امله بېځایه شوي کورنۍ تر ټولو ډېرې زیانمنونکي دي چې ډیری یې لاهم په خیمو یا ویجاړو شویو کورونو کې ژوند کوي.

د سره‌صلیب نړیوالې کمیټې همدارنګه ویلي، د ژمي په پیلېدو سره میلیونونه افغانان د سختې یخنۍ، بېوزلۍ او مناسبې سرپناه نه‌لرلو له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام