د ایټالیا مخکښ کلب انټرمیلان او د انګلستان منچسټرسیټي نن شپه د اروپا فوټبال اتلانو لیګ په پایلوبه کې لوبېږي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه ۱۱:۳۰ بجې د ترکیې د اسټانبول په «اتاترک المپیک» لوبغالي کې وشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په تېرو درېوو کلونو کې دویم ځل دی چې منچسټرسیټي لوبډله د اروپا فوټبال اتلانو لیګ پایلوبه کې لوبېږي. منچسټرسیټي لوبډلې تراوسه د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتلولي نه ده ګټلې.
بلخو انټرمیلان لوبډله چې درې ځله یې دغه اتلولي ګټلې او هڅه به کوي چې د څلورم ځل لپاره د دغه لیګ اتلولي وګټي. یاد کلب په وروستي ځل ۲۰۰۹ کال کې یاد جام په خپل نوم کړی و.
منچسټرسیټي لوبډلې پایلوبې ته د وتلو لپاره ریال ماډریډ ته ماته ورکړه او انټرمیلان لوبډلې هم اث میلان له مخې پورته کړ او پایلوبې ته ووتله.