Asset 1SWN

سلام وطندار

د هند کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ریشپ پانټ ټرافیکي پېښې کې ټپي شوی

351768.4

د هند کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ریشپ پانټ ډیلي کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال سخت ټپي شوی او دا مهال روغتون کې بستر دی.

هندي رسنیو نن جمعه د مرغومې نهمه راپور ورکړی چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ریشپ پانټ له ډيلي څخه رورکي سیمې ته روان و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

رسنیو سیمه کې د پولیسو له قوله ویلي چې د نوموړي موټر په دې ټرافیکي پېښه کې په بشپړ ډول سوځېدلی دی. نوموړی په موټر کې یوازې و.

پولیسو رسنیو ته ویلي، د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ریشپ پانټ موټر سړک کې له اوسپنیزې کټارې سره تر لګېدو وروسته اور اخیستی او نوموړی په‌کې سخت ټپي شوی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ریشپ پانډ دې ټرافیکي پېښه کې د سر، لاس او پښې برخه کې سخت ټپي شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ریشپ پانټ د هند کرېکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی او پیاوړی لوبغاړی دی او د ډيلي کپېټل لوبډلې له‌خوا راتلونکي اي‌‌پي‌اېل لیګ کې په ۱۶ کروړه هندۍ کلدارې اخیستل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام