Asset 1SWN

هند افغانانو ته د انلاین ویزو ورکړې بهیر بیا پیل کړی

A closeup of an Indian business visa vignette inside a passport.  Shallow DoF with focus on the word "VISA". (A closeup of an Indian business visa vignette inside a passport.  Shallow DoF with focus on the word "VISA"., ASCII, 109 components, 109 byte

هندي رسنیو نن (یکشنبه، جوزا څلورمه) د دغه هېواد د چارواکو په خبره ویلي چې افغانان په ځانګړي ډول سوداګر، ناروغان، لوبغاړي او هنرمندان کولی شي د ویزو غوښتنه وکړي.

که څه هم د هند حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو «هندو ورځپاڼې» د حکومتي سرچینو په خبره ویلي چې دا بهیر د یوه انلاین فورم پر بنسټ د اپریل میاشتې په وروستۍ اونۍ کې پیل شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هند دا ګام داسې مهال اخلي چې تېره اونۍ یې د بهرنیو چارو وزیر جېشنکر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ټيلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، افغانانو ته د ویزو پر آسانتیا او سیمه‌ییز ثبات خبرې او بحثونه کړي وو.

د یادونې ده چې هند ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته افغانستان کې خپلې سیاسي استازولۍ وتړلې او افغانانو ته یې د ویزو د ورکړې بهیر هم وځنډاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام