Asset 1SWN

ننګرهار کې د سوالګرو زیاتوالی؛ خلک: حکومت دې یې د راټولولو لړۍ پیل کړي

ننګرهار-سوالګر-1024x460

د ننګرهار یوشمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولایت کې د سوالګرو شمېر څو برابره لوړ شوی او که حکومت یې د راټولولو لړۍ پیل نه‌کړي، ښايي نور هم ډېر شي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو او هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې تر لوړېدو وروسته، دغه ولایت کې یوشمېر کسانو د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره سوال ته مخه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د جلال‌اباد اوسېدونکي وحیدالله حکومت څخه وغوښتل چې دغه ولایت کې د سوالګرو راټولولو کمپاین پیل کړي.

هغه وویل: «دلته سوالګر تر پخوا زیات شوي، اوس چې ښار ته لاړ شي هر قدم سره به دې سوالګر مخې ته ولاړ وي، حکومت ته په کار ده چې دوی راټول کړي. اړمن کسان معلوم او حرفوي سوالګر منع کړي.»

د ننګرهار یوه بل اوسېدونکي نورمحمد وویل: «زه همدا اوس  له څو  سوالګرو سره مخ شوم، نه پوهېږم چې دوی له مجبوریته سوال کوي او که همدا یې کسب دی، که هرڅه وي؛ خو حکومت ته په کار ده چې د دوی مخه ونیسي.»

بل‌خوا د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي هم تاییدوي چې دې ولایت کې سوالګر تر پخوا زیات شوي، خو ډاډ ورکوي چې ژر به یې د راټولولو پروسه پیل کړي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله ثاقب سلام‌وطندار ته وویل، هڅه کوي ښار کې د سوالګرو مخه ونیسي او دغه خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «یوه ستونزه دا ده چې دا ټول سوالګر نه دي ځینې یې حرفوي دي او هغوی خپله حرفه ګرځولې ده، انشأالله مونږ کوشش کوو موږ له یونېسف سره هم دا خبره کړې ده چې د دوئ دا ارقام دقیق معلوم کړو او په اینده کې دوس ته موږ د حل لارې وګورو .هغوی موږ سره ژمنه کړې ده. یونېسف انشاالله کېدای شي دوی ته څه ترتیب برابر کړو، پلان لرو ورته او همدغه دې ته ورته پروسه چې په مرکز کې شروع ده، نو کېدای شي الله ته امید دی هغوی موږ ته ډاډ راکړی، دلته به هم شروع  کېږي انشاالله.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د کابل په ګډون یوشمېر ولایتونو کې د سوالګرو راټولولو کمپاین پیل کړی چې تر دامهاله یې لسګونه زره سوالګر راټول کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو ویلي، راټولو کړل شويو اړمنو سوالګرو سره مرسته کوي او بې‌سرپرسته سوالګر ماشومان روزنتون ته وروپېژني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام