پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د کورنیو یوشمېر غړي کابل کې د «فېنکس» په نوم د روږدو د درملنې روغتون د مسوولانو له ناسم چلن څخه شکایت کوي.
د روږدو کسانو د کورنیو دغه غړي سلاموطندار ته وايي چې د یاد دولتي روغتون مسوولان پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د کورنیو غړیو سره ناسم چلن کوي او په نشهيي توکو د روږدو د تشخیص لپاره هم ځانګړی سېسټم نهلري.
د پروان اوسېدونکي محمد قسیم وویل: «روغتیايي کارکوونکي له روږدو سره سم چلن نهلري. زوی مې دغه روغتون کې بستر دی او د پوښتنې لپاره مې بل زوی ورلېږلی، د روغتون ساتونکو هم هغه د روږدي په تور نیولی، په داسې حال کې چې هغه روږدی نه دی.»
د کابل یوشمېر اوسېدونکي هم مراجعه کوونکو سره د فینکس روغتون د مسوولانو پر ناسم چلند نیوکه کوي او وايي، د روږدو د درملنې دغه روغتون کې د درملنې پر ځای ناروغان وهل ټکول کېږي.
د کابل اوسېدونکي فریدالله: «د روغتیايي کارکوونکو چلند ناسم دی او کارکوونکي روږي کسان وهي او ډبوي یې او حتا ځینې د وهلو او ډبولو له امله مړه کېږي.»
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مسوولان د خلکو شکایتونه ردوي او وايي، فینکس روغتون کې یې د روږدو د درملنې لپاره غوره زمینه برابره کړې ده.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وویل: «ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه کوي او د درملنې پړاونه متفاوت دي او د همدې له امله روږدي ناروغان شکایت کوي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې د ملګروملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي، افغانستان کې د روږدو د درملنې ۲۴ مرکزونو څخه ملاتړ کوي او دغه پروګرام کې د خوراکي توکو، د ګرمولو وسایلو، روغتیايي موادو او د اړتیا وړ درملو تامینول شاملیږي.