Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې د تورې بند ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

تورې بند

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي چې زابل کې د تورې بند چارې بشپړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، دغه بند د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او چارې یې، د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تورې بند د زابل مرکز کلات ښار سره په څلور کیلومترۍ کې «نوخېز» سیمه کې پروت دی. دا بند د ۲،۹ میلیونه متره مکعب اوبو په زېرمه کولو سره د ۶۱ کیلواټه برښنا د تولید او د ۲۸۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداالطیف منصور وویل: «انشالله تر دې وروسته دمسولین توجو دې ولایت شته او خپله اوبو اوانرژۍ وزارت، نه یوازي چي دایو بند دادی جوړ شوو د لته یو بل بند دخرني په نوم دهغه جوړولو ژمنه هم موږ مخحي کړې وه چي اوس يې ځیني چاري رواني دي.»

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د یاد بند د پرانېستې مراسمو ته وویل: «په هر ولایت کي یو څه پرمختګونه شوې ، خو دزابل په ولایت کې موږ ته کوم خاص پرمختګ نه معلومیږي ، خو نن چي موږ  کوم بند ګټي اخستني ته سپارو دا به دلته یوه پیلامه وي.»

د زابل یوشمېر اوسېدونکي د تورې بند جوړېدو ته خوښ دي او هیله لري چې تر دې وروسته به يې، شاړې ځمکې ابادې او تیاره کورونه به یې په برښنا روښانه شي.

د زابل اوسېدونکي محمدزمان وویل: «د لته پخوا اوبه بیخي ډیري کمي وې اوس موږ دې بند ته ډیر خوښ یوو، د دې سره به ډیرې منطقې شنې شي ، پخوا اوبه ډیري کمي وي ،  موږ بخي ډیر خوښ یوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زابل اوسېدونکي همداراز هیله څرګندوي چې ښايي د تورې بند کې د اوبو په زېرمه کولو سره د ځمکه لاندې اوبو کچه هم څه ناڅه راپورته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام