د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل په ۶۱مه لوبه کې نن مازدیګر ډیلي کپېټلز له رویالز چلنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبه کوي
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۰۶:۳۰، یکشنبه، مې ۱۲مه، د هند د بنګلور په «ام چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نن ورځې په لومړۍ روانه لوبه کې چینای سوپر کنګز له راجستان رویالز لوبډلې سره پر لوبه بوخت دی.
راجستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډې جوړې کړې. چینای لوبډلې تراوسه په ۲.۴ ورونو کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته، ۲۶منډې جوړې کړې دي.
بنګلور او ډیلي داسې مهال نن له یوه بل سره سیالي کوي چې دواړه لوبډلې د سږني ایپياېل لیګ نیمه پایلوبو ته د وتلو لپاره چانس لري.
ډيسي لوبډلې تراوسه په دغه لیګ کې ۱۲ لوبې کړي چې شپږ یې ګټلي او شپږ یې بایللې دي. یاده لوبډله د سیالیو جدول په پنځم ځای کې شتون لري.
بلخوا بنګلور لوبډلې هم روان ایپياېل لیګ کې تراوسه پنځه لوبې ګټلي او اووه یې بایللې دي. دا لوبډله د جدول په اووم ځای کې شتون لري.
د دواړو لوبډلو ترمنځ کېدونکې سیالي ګټونکې لوبډله به د یاد لیګ بل پړاو ته د تلو لپاره خپل دریځ پیاوړی کړي.
خو د راجستان او چینای لوبډلې روانې لوبې ګټونکې لوبډله به هم بل پړاو ته د یادو لوبډلو د تګ دریځ معلوم کړي. که چینای یاده لوبه وګټي، تر ډېره به نورې لوبډلې بل پړاو ته د تلو هیلې له لاسه ورکړي. چینای لوبډله دا مهال د سیالیو جدول په څلورم ځای کې شتون لري.