Asset 1SWN

روزګان کې د ۲۲کیلومتره سړک جغل‌‌اچوونې چارې بشپړې شوې

ecf0d48f-84b5-4fde-9752-833fe397fe06

په روزګان  کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت د دهراوود او چهارچینو ولسوالیو ترمنخ د «چمبرک» په نوم د ۲۲ کیلومتره سړک د هوارۍ او جغل‌اچوونې چارې بشپړې شوې.

د یاد سړک د جغل‌اچوونې چارې د ولایتي ادارې په مالي ملاتړ، د «څلورمې رواحه لېوا» او ټولګټو چارو ریاست په مشینري، یوه میاشت مخکې پیل شوې چې کارونه یې اوس بشپړ شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چهارچینو ولسوال محمدرفیق هنر سلام‌وطندار ته وویل، دغه سړک چې د دهراوود د چتو سیمې څخه پیل او د چهارچینو تر خارخوردې بازار ته غځېدلی، مالي چارې یې، ولایتي ادارې پر غاړه اخیستې وې.

د نوموړي په وینا،  د چهارچینو ولسوالي د اوسېدونکو ترڅنګ له یاد سړک د دایکندي اوسېدونکي هم د تګ‌راتګ پرمهال ګټه پورته کوي.

د چهارچینو اوسېدونکو بیا خوښ دي چې د یادې لارې په جغل‌اچولو سره له ډېرو ستونزو خلاص شول. د دوی په وینا، مخکې به د لارې خرابوالي له امله د ناروغانو لېږد پرمهال ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو چې اوس یې، دا ستونزې حل شوي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې هم د څلورمي پلې رواحه لوا او ټولګټو چارو ریاست په همکاري د یوشېمر نورو ولسوالیو لارې هم هوارې او جغل‌ پرې اچول شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام