Asset 1SWN

رفح کې د اسراییلو برید له امله ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۵ ټپیان دي

۱۲۱۲۲۱۲۲۲۲۲۲

غزه کې چارواکي وايي، په سوېل رفح ښار کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه کمپ د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، مې ۲۷مه، پر خپل وېب‌سایټ په یوه خپور کړي، راپور کې ویلي چې په دې توغندیز برید کې ۶۵ نور کسان هم ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

الجزیرې سیمه کې د یوه جګ‌پوړي چارواکي له قوله ویلي: «د غزې تړانګې په سوېل لوېدیځ د رفح ښار په شمال لوېدیځ د کډوالو په کمپ کې پر خېمو د اسراییلي اشغالگرو ځواکونو له‌خوا شوي قتل عام کې ۴۰ کسان شهیدان او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.»

برید بېګاه «یکشنبه، مې ۲۷مه» ۸:۴۵ بجې شوی دی. دغه کمپ په یوه خوندي ځای کې جوړ شوی وو چې د عیني شاهدانو په وینا، لږ تر لږه په اتو توغندیو وېشتل شوی دی.

د فلسطین وفا خبري اژانس د سرې میاشتې ټولنې له قوله ویلي، په «تل‌سلطان» سیمه کې ډېری کسان د برید له امله په خپلو خېمو کې ژوندي سوځول شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه برید پر اسراییلو د حماس د القسم لوا له توغندیز بریدونو وروسته شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام