Asset 1SWN

پکتیکا کې د خلکو په لګښت په درې میلیونه افغانۍ ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

15277791-4f9d-4a9e-90a6-9ff6b3846a30

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالي کې د سیمې خلکو په شخصي لګښت د «خوشحال بابا» په نوم لېسې کې د يوې نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتیکا مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې «يک‌شنبه، غبرګولي شپږمه» د یوسف‌‌خېلو ولسوالي اوسېدونکو له‌خوا په درې میلیونه افغانيو دغه ښوونځي کې د یوې بلې نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خوشحال بابا په نوم لېسه کې د زده‌کوونکو لپاره ودانۍ شته، خو د زده‌کوونکو شمېر ډېر دی او اړتیا وه چې نوې ودانۍ ورته جوړه شي.

یاده ودانۍ چې اته درسي خونې او نورې د اړتیا وړ اسانتیاوې به ولري، د سیمې د خلکو په شخصي لګښت رغول کېږي.

د دې ودانۍ په رغېدو سره به شاوخوا ۵۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې د سيمې د خلکو له قوله ليکل شوي چې د ودانی نشتون له امله د خوشحال بابا د ښوونځي ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي د زده‌کړو پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام