Asset 1SWN

پکتیکا کې له نشې روغ شوي ۳۶۰کسان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

حرفوي زده‌کړې-نشه

په پکتیکا کې له نشې روغ شوي ۳۶۰ کسان چې بېلابېلو برخو کې ورته د شپږ میاشتو حرفوي زده‌کړوي زده‌کړې برابرې شوې وې، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د پکتیکا ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ياد ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ د کندهار د مهاجرینو موسسې«KRO» په مالي ملاتړ نن «يکشنبه د چنګاښ لسمه» مرکز ښرنه او ارګون ولسوالي کې ۳۶۰  هغو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې چې له نشو روغ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت له قوله راغلي چې نشو څخه روغ شویو کسانو لپاره دا ښه فرصت دی او بايد ګټه ترې واخلي.

خبرپاڼه کې د مرستيال والي له قوله راغلي چې روغ شوي کسان باید خلکو ته د سوال لاسونه ونه غځوي او ورته د کار زمينه برابره شوې.

په خبرپاڼه کې د کار او ټولنیزو چارو  رییس اسلام حسین الهام له قوله ویل شوي په مرکز ښرنه او ارګون ولسوالي کې ټول ۳۶۰ کسانو ته د شپږو میاشتو لپاره نجاري، خیاطي او برق برخو کې د مسلکي ښوونکو له لوري زده‌کړې ورکړل شوي دي.

یاد هر فارغ شوي کس ته د اړوندې برخې ټول اړین توکو ترڅنګ «۶۶۰۰» شپږ زره  او شپږ سوه افغانۍ هم ورکړل شوي دي.

د پکتيکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست ډاډ څرګند کړی چې روږدو، یتیمانو، اړمنو او معیوب وګړو ته به بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي، څو خپلې ورځنۍ د ژوند چارې د نورو له همکاریو پرته په خپله مخته یوسي.

له حرفوي زده کړو فارغ شوي ځينې کسان هم خوښ دي، دوی وايي،  پخوا د کار نشتون له امله يې نشو ته مخه کړې وه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم پکتيکا کې يوشمېر کسانو د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه برابر شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام