Asset 1SWN

پکتيا کې په ۱۰۶میلیونه افغانیو ۱۰ښوونځيو ته د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۹۹۹۸۸

د پکتيا پوهنې رياست چارواکي وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې « يونېسف» په مالي ملاتړ د دغه ولایت په نهه ولسواليو کې لسو ښوونځيو ته د ودانیو جوړېدو چارې پيل شوې. 

يادو ښوونځيو ته ودانيو جوړېدو چارې د روحاني بابا ولسوالي کې د منګل‌خېلو کلي ابتدايه ښوونځي څخه پيل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ښوونځیو ودانیو جوړېدو چارو اړوند پرانېستلو مراسمو ته د پکتيا پوهنې رييس عبدالقيوم فاروقي وويل، دغه ودانۍ په نهه ولسواليو کې جوړېږي چې لګښت يې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې له‌خوا ورکول کېږي او شاوخوا ۱۰۶ میلیونه افغانی لګښت پرې راځي.

د فاروقي په وینا، د «اسيا ټولنې پرمختيايي موسسه» د يادو ودانیو جوړېدو پروژه پلې کوي چې چارې به يې راتلوونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
يادې ودانۍ په يو پوړ کې جوړېږي چې شپږ درسي خونې، يوه اداري خونه، تشنابونه او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.

يادو مراسمو ته د روحاني بابا ولسوالي مرستيال خلیل الرحمن خوشبخت وويل چې په يادې ولسوالي کې پنځه نور داسې ښوونځي هم شته چې ودانی نه‌لري. هغه دا هم وويل چې په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.

په ورته وخت د يادې ولسوالي د منګل‌‌خېلو سيمې اوسېدونکي خوښ دي چې په سيمه کې يې ښوونځي ته وداني جوړېږي.

د يادې سيمې اوسېدونکي انارګل وويل چې د کلي زده‌کوونکي به يې د ښوونځي ودانۍ نشتون له امله ډېری وخت په ډاګونو او تشو کورونو کې زده‌کړې کولې چې له امله يې درسي بهير له ستونزو سره مخ و.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتيا پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دامهال پکتيا کې ټول ۳۷۰ دولتي ښوونځي شتون لري چې له ډلې يې ۱۸۳ ودانی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام