د پکتيا پوهنې رياست مسوولان وايي په مرکز ګردېز او درېوو ولسواليو کې شپږو ښوونځيو ته د ۳۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو سېسټمونه، د احاطې ديوالونه او تشنابونه جوړ شول.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي عبدالقيوم فاروقي د مرکز ګردېز اړوند ميهلن سيمه کې د يادو پروژو د ګټېاخيستنې مراسمو کې وويل چې درېوو ښوونځيو ته په زرمت، دوو ته په څمکنيو ولسوالي او يوه ښوونځي ته په مرکز ګردېز اړوند ميهلن سيمه کې د احاطې ديوالونه، پاکو اوبو سېسټم او معياري تشنابونه جوړ شول.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، يادې پروژې د یونېسف نړيوالې موسسې له لوري د ۳۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې دي.
فاروقي زياتوي چې يادو شپږو ښوونځيو له دې وړاندې د احاطې ديوالونه، پاکې اوبه او تشنابونه نهدرلودل چې زدهکوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د يادو سيمو اوسېدونکي او د ښوونځيو زدهکوونکي هم د دې پروژو پليکېدو ته خوښ دي.
د ميهلن سيمې یوه اوسېدونکي سيفالملک سلاموطندار ته وويل چې تر دې وړاندې يې، د سيمې ښوونځي احاطه، پاکې اوبه او تشنابونه نهدرلودل چې له امله يې زدهکوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
هغه له مسوولانو وغوښتل چې ښوونځيو کې د استادانو او کتابونو کمښت ستونزې حل لپاره دې هم عملي ګامونه واخلي.
د ميهلن سيمې کې د نورا شاخان ښوونځي ته چې ورته د احاطې ديوال او پاکې اوبه برابرې شوې، يوه زدهکوونکي عنايتالله وويل چې تر دې وړاندې يې ښوونځي احاطه، پاکې اوبه او تشنابونه نه درلودل او اوس به په ارامه او خوندي فصا کې زدهکړې کوي.
د پکتيا پوهنې رياست مسولانو ژمنه وکړه چې په ښوونځيو کې د استادانو او درسي کتابونو کمښت ستونزه به ژر حل کړي.