Asset 1SWN

عدلیې وزارت یوه کال کې ۴۷ قانونه د توشېح لپاره د ا.ا مشر ته لېږلي

عبدالکریم-حیدر،-معین-مسلکی-وزارت-عدلیه-qs3zk1kxnqr2dfuz3shodkheldprhlqn202gyxdr48

د عدلیې وزارت مسوولانو د یک‌شنبې په ورځ د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته‌راوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې وویل چې په تېر لمریز کال کې یې د قوانینو، اصول‌نامو، فرمانونو، حکمونو، مقرراتو، اساسنامو او لایحو په ګډون، ۱۰۱ تقنیني سندونه ارزولي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه وزارت د مسلکي چارو مرستیال عبدالکریم حیدر وویل، دغه وزارت تېر کال ۴۷ قانونه وروستي کړي او د توشېح لپاره یې د ا.ا مشر ته لېږلي چې په وینا یې، پنځه هغه یې توشېح شوي دي.

د نوموړي په وینا، په توشېح شویو پنځو قوانینو کې د ځمکو د غصب مخنیوي قانون، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو قانون او ځینې نور شاملېږي.

د عدلیې وزارت مسوولان زیاتوي چې په تېر یوه کال کې یې د دولتي ملکیتونو د غصب تر ۷۰۰۰ زیاتې قضیې هم څېړلې دي. د عدلیې وزارت د امارتي قضیو رییس احسان‌الله وثیق وايي:

«د امارتي شتمنیو د ساتنې، د ځمکو د غصب مخنیوي او د املاکي شخړو د حل په موخه مو د ملکیت او منقولو او نامنقولو شتمنیو ۷۹۲۸ قضیې څېړلي او ۲۳ کورونه، ۲۵ هټۍ، دوه لوړپوړې ودانۍ، یو کلینیک او دوه سرایونه بېرته را ګرځولي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې عدلیې وزارت په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۵۰۰ مدافع وکیلانو، ۲۲۰ ټولنو او له ۳۶۷۰ څخه د معاملاتو د لارښوونو دفترونو ته د کار جوازونه نوي کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام