Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې خلک په خپل لګښت په ۲۰۰زره ډالرو ښوونځی او جومات جوړوي

1a2ad876-579c-4d04-aaef-afabac15dd63

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي او یوه جومات ته د شاوخوا ۲۰۰زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي.

د یاد ولایت والي قاري بختیار معاذ د جغتو ولسوالي له سوداګرو او خلکو مننه وکړه چې دې ولسوالي کې په خپل شخصي لګښت په راتلونکو شپږو میاشتو کې د یوه جومات او یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه، یادو شویو ودانیو له پرانیستې وروسته به سلګونه زده‌کوونکو ته د لیک‌لوست خوندي چاپېریال او سلګونه لمونځ‌کوونکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست رییس محمدعثمان حُریت وویل، دا ډول مرستې کولای شي چې د پوهنې په روانو فعالیتونو مثبتې اغېزې وکړي. هغه د دغه ولایت ملي سوداګر او بډایه خلک وهڅول چې په پوهنې برخه کې ولس سره همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا، د یاد ښوونځي او جامع جومات لپاره د ولس خلکو له لوري دوه نیم جریبه ځمکه هم ځانګړې شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د میدان‌وردګ په سیداباد ولسوالي کې هم د ولسي خلکو په شخصي لګښت یوې دینې مدرسې ته ودانۍ جوړېړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام