Asset 1SWN

لوګر کې سږکال د انګورو حاصلات ۲۰سلنه زیات شوي

انګور

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د تېرکال په پرتله دغ ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عبدالروف سعید خبریالانو ته وویل،«د لوګر په کچه ټول‌ټال ١٩٦٧.٥ زره هکټاره د انګورو باغونه جوړ شوي دي چې له امله یې څه باندې ٣٢زره ټنه حاصلات لاسته راغلی دي چې ترلاسه شوي حاصلات د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه زیاتوالی ښيي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، تېرکال لوګر کې د انګورو ۱۹۶۰ هکتاره باغونو شتون درلود، چې له امله یې ۲۶ زره متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د انګورو په حاصلاتو کې د زیاتوالي اصلي لاملونه بڼوالو ته د انګورو د حاصلاتو په اړه پوهاوی کول، مناسب اقلیم او سږ کال د بڼوالۍ لپاره د اړتیا وړ اوبو شتون یاد کړ.

بلخوا د لوګر ولایت د انګورو یوه بڼوال وحیدالله سلام وطندار ته وویل، رښتیا هم د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلات لوړ شوي دي، خو په لاس راغلي حاصلات یې مناسب بازار نه لري.

نوموړي په اسلامي امارت غږ وکړ چې د دغه ولایت د کروندګرو په لاس راغلیو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر بازار موندنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر پلازمینې کابل ته څېرمه پروت کرنیز ولایت ده چې ډیری اوسیدونکې یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام