Asset 1SWN

لوګر کې په ۷۱زره ډالرو د یوه کانال د بیارغونې چارې پيل شوې

۱۲۱۲۲۲۲۲

د لوګر د سیندیزې حوزې ریاست  مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان(FAO) له لوري د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند په خضر سیمه کې د یوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت سیندیزې حوزې مطبوعاتي مسوول انجینیر فضل‌الرحمن عمرزي سلام وطندار ته وویل، دغه کانال د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د ۷۱ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د «خضر کانال» په راتلوونکو درېوو میاشتو کې بیاورغوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، په یاد کانال کې ۱۲ سوه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شوې او له پرانېستې سره سم به ۶ سوه هکتاره ځمکه د کرنې تر اوبو لاندې شي.

د لوګر مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي محمد‌امین سلام‌وطندار  ته وویل، د دغه کانال له جوړېدو سره به د کرنې لپاره مناسبې اوبه برابرې شې او د کرنې اوبو ضایعاتو مخنیوی به وشي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، ولایتي ادارې ته په کار ده چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ورته پروژې ددغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم عملي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام