د لوګر د ټولګټو ریاست چارواکي وايي چې د ازرې ولسوالي او مرکز پلعلم ترمنځ لویه لاره چې د تېرو دوه ورځو راهیسې د سختې واورې او توپان له امله تړل شوې وه، نن یکشنبه د ټرافیک پرمخ بېرته پرانېستل شوه.
د دغه ولایت ټولګټو ریاست مطبوعاتي مسوول محمدرضا کریمي سلاموطندار ته وویل، د ازرې-پلعلم لویه لاره د «لټکورې کوتل» سیمه کې د زیاتې واورې او توپان له امله د ټرافیک پرمخ تړل شوې وه.
نوموړي زیاته کړه چې یاده لویه لاره د ټولکټو ریاست له پرلهپسې هڅو وروسته دوباره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوه.
هغه همدارنګه زیاته کړه، د پلعلم-ازرې ولسوالي لویه لاره د راتلونکو اورښتونو پر مهال د احتمالي بندیدو ګواښ لرېکېدو په موخه یوشمېر د واورې پاکولو وسايل هم ځای پرځای شول.
د ازرې ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه ولایت ټولګټو چارو ریاست له لوري یاده لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوه.
د ازرې ولسوالي یوه اوسېدونکي رحیمالله سلاموطندار ته وویل، یاده لویه لاره د تېرو دوه ورځو راهیسې له مرکز پلعلم سره تړلې وه او خلک له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
باید وویل شي چې د وروستیو واورو اورښت له امله د هیواد په ډيری سیمو کې لوې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وې چې یو شمیر لوې لارې تراوسه پورې لاهم د ټرافیکو پرمخ تړلې دي.