د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل سلاموطندار ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکه د مرکز پلعلم ښار اړوند «بابوس نواباد» سیمه کې د (UNICEF) له لوري د یوه کال په موده کې جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي همدارنګه زیاته کړه: «د څښاک پاکو اوبو شبکې ته یوه ۸۰ متره ژوره څاه، ۱۸ تختې سولر، ۲۰ متره معکبه اوبو ذخیره، هستوګنې کورونو ته ۵ زره متره د اوبو پايپ غځول او ۱۱۳ د اوبو نلکې نصب شوي دي.»
نایبخېل وايي، د اوبو دغې شبکې له پرانیستې سره سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د بابوس سیمې اوسېدونکې هم خوښ دي چې د (UNICEF) له لوري ورته د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه شوه، خو ټینګار کوي چې ورته شبکې دې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم جوړې شي.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د (UNICEF) له لوري د څښاک پاکو اوبو ورته شبکې جوړې شوي چې له پرانېستې سره یې زرګونه کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.