Asset 1SWN

لوګر کې ۲۵۰۰ نالوستو کسانو ته د لیک‌لوست زمینه برابره شوې

received_1594753191302279

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا دوه نېم زره نالوستو کسانو ته یې د سواد زده کړې پروګرام پيل کړی ده.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام وطندار راډيو ته وویل، ۱۵۵ د سواد زده کړې ټولګي د پوهنې وزارت په لارښوونه د دغه ریاست د سواد زده کړې مدیریت او HHOA مرستندویه موسسې له خوا په هغو سیمو کې چې نالوستي ډېر لري جوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، د سواد زده کړې په دغه ټولګیو کې شاوخوا دوه نېم زره نالوستې ښځې او نارینه په لیک لوست بوخت دي.

نوموړي همدارنګه وایي، یاد پروګرام به ۹ میاشتې دوام وکړي او په پام کې ده چې د سواد زده کړې یاد پروګرام نورو ولسوالیو او کلیو ته هم وغځول شي.

عبدالستار د لوګر ولایت مرکز پل علم یوه اوسیدونکي او د سواد زده کړې پروګرام یوه ګډونوال سلام وطندار راډیو ته وویل، د سواد زد کړې پيل شوی پروګرام خورا مهم ده او نورو نالوستو کسانو ته پکار ده چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او په جوړېدونکو ټولګیو کې د لیک لوست لپاره نوملېکنه وکړي.

هغه وایي، پوهنې ریاست او مرستندوینه کورنیو او نړیوالو بنسټونو ته پکار ده چې د لوګر ولایت په پاتې لرو پرتو ولسوالیو او کلیو کې هم ورته د سواد کړې پروګرامونه پيل کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېره دې نه وي چې تېر کال هم یونېسکو پوهنې وزارت سره په همغږۍ په مرکز پل علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۴ سوه نارینه او ښځینو ته د سواد زده کړې ۹ میاشتنی پروګرام پیل کړی وو چې درې میاشتې وړاندې بشپړ شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام